TV Schedule
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
په افغانستان کې د افغان طالبانو د واکمنۍ دویمه کلیزه د نن نه دوه کاله وړاندې هم په ننۍ ورځ وسله وال طالبان کابل ته په زوره ورننوتل او په افغانستان واکمن شول. په دغه دوه کالو کې طالبانو په افغان مېرمنو او نجونو تر ټولو زیات بندیزونه لګولي او د زده کړو او کار تر څنګ د ژوند نور حقونه یې ترې اخستي. په ننۍ ځانګړې خپرونه کې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانانو او افغان مېرمنو په ژوند بحث کیږي. تاسو هم راسره خپل نظر شریک کړئ. د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
په افغانستان د طالبانو د حکومت دوه کاله: نه اصلاح شوي او نه بدل شوي، امریکا واي افغانستان په خپلو پښو ودرول یې لومړيتوب دی، رحمان بونیری
په افغانستان د طالبانو د حکومت دوه کاله: نه اصلاح شوي او نه بدل شوي، امریکا واي افغانستان په خپلو پښو ودرول، د موجوده بشري او اقتصادي بحران څخه ويستل یې لومړيتوب دی، کوربه رحمان بونیری
لویه پښتونخوا په ټي وي
په لویه خیبر پښتونخوا پرواګرام کې د میلمنو سر بحث کوو چې د څېړنیزو رپورټونو او حکومتي شمېرو ترمخه وجوهات او علتونه څه دي چې په افغانستان د طالبانو د واکمنی په دوه کاله موده کې په ګاونډي هېواد پاکستان کې د ترهګره ډلو فعالیتونه، په امنیتي ځواکونو او اولسي غونډو او مشرانو هدفي بریدونه زیات شوي دي- پروګرام ته غوږ شی.