TV Schedule
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
نن د ملګرو ملتونو لخوا په ګرده نړۍ کې د کډوالو نړیواله ورځ لمانخل کیږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي تېر کال د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې په زوره کډه شوو خلکو شمېره ۱۱۰ مېلینو ته رسیدلې چې تر نیمایي زیاته برخه یې د افغانستان، شام او اوکراېن دي. نن په خپرونه کې په دې موضوع خبرې کوو او پاکستان کې دننه او بهر د افغان کډوالو په ستونزو او چېلنجونو د میلمنو سره بحث کوو. تاسو هم په خپرونه کې ګډون کولی شئ.
لویه پښتونخوا په ټي وي
په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې نن د کډوالو په ستونزو خبرې اترې کېږي. د کډوالو عالمي اداره وايي دا وخت په نړۍ کې د یو هېواد نه بل هېواد ته د کډه شوو خلکو شمېره 110میلینه او په هېوادونو کې دننه د تشدد او قدرتي افتونو نه له وجې د بې کوره شوو خلکو مجموعي شمېره 62.5 میلینه ته رسیدلې ده. د رپورټ تر مخه د افغانستان نه پاکستان ته 3.7 میلینه افغانان کډوال شوي خو یواځې 1.4 میلینه پکې رجسټرډ دي. پاکستان کې د قبایلي ضلعو په خاصا توګه شمالي وزیرستان نه اوس هم اتلس زره رجسټرډ کورنی د تشدد له وجې د بې کوری ژوند کوي. نور تفصیل یې درته پروګرام کې وړاندې کوو