TV Schedule
بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
نن د ملګرو ملتونو لخوا په ګرده نړۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شوو کسانو د یاد ورځ لمانځل کیږي. د خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو اولس هم د تېرو دوو لسیزو راهسې ترهګرۍ ځپلي او لا هم د ترهګر بریدونو ښکار دي. په ننۍ خپرونه کې په ترهګر پېښو کې اغیزمنو کورنیو په کړاونو خبرې کوو. تاسو هم راسره خپلې کیسې شریکې کړئ. د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
هېلو وي او اې په ټي وي
په پاکستان کې د نورو مذهبي عقېدو او د نورو خلکو د رایې یا سوچ دپاره عدم برداشت او زغم د کمېدو علتونه څه دي؟ او دا یوه ټولنه په کوم اړخ بوزي؟ نن هېلو وي او ای پروګرام کې پدی موضوع د بحث مېلمانه دي، هارون سربدیال، پروفېسر خادم حسین، ډاکټر عبدالرحمان خلیل او ډاکټر محمد سهیل. کوربنه: ثمینه احسن
لویه پښتونخوا په ټي وي
د پاکستان صدر ویلي هغه د هغو ټولو خلکو نه بخښنه غواړي چې د دې قوانینو څخه به اغېزمن کیږي. کوم چې عارف علوي وایي هغه نه دی لاسلیک کړی. که یادې قانوني مسودې هغه نه دي لاسلیک کړي نو بیا چا د هغه پر ځای لاسلیک کړی؟ قانون پوهان، څیړونکي څه وایي؟ تفصیل په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې وګورئ. کوربه یې نصرالله خان دی.