TV Schedule
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
په پاکستان کې د نرښځیانو د حقونو فعالانو او نرښځیانو د وفاقي شرعي عدالت هغه فيصله رد کړې چې وايي نرښځیان نه خو خپل جنس بدلولی شي او نه ځان د ښځې يا سړي په توګه يادولی شي. په دې موضوع نن په خپرونه کې بحث کیږي. د پاکستان په وخت د سحر 6:00 بجو نه تر د 8:00 پورې او افغانستان کې د سحر5:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103]. دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
لویه پښتونخوا په ټي وي
ورلډ بنک او د شوګر یا شکرې د ناروغی مخنیوي سازمان ویلي پاکستان کې د شوګر یا شکرې ناروغانو شمېره تر دیرشو میلینو زیاته شوې ده کومه چې د تشویش وړ خبره ده- نن په لویه خیبر پښتونخوا پروګرام کې مونږه د خیبر تدریسي روغتون ډاکټر مجاهد خان سره خبرې کوو چې وجې او د مخنیوي طریقې یې څه دي — کوربه نوشیروان قلندر