TV Schedule
لویه پښتونخوا په ټي وي
د پاکستان نګران حکومت د تجارت وزیر ډاکټر محمد اعجاز وایې پلان لری چی د پاکستان برآمدات د 80 بيلين ډالره نه زیات کړي خو تیر مالي کال د ملک صادرات د 31 بيلين ډالره نه 28 بيلين ډالر ته راکوز شوي. اقتصاد پوهان په دې اړه څه وایي؟ تفصیل په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې وګورئ. کوربه یې نصرالله خان دی.
د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي
-د جبري بې درکه شوو نړېواله ورځ: ملګري ملتونه وایي د خلکو جبري لادرکه کول د بشري حقونو سنګینه سرغړونه ده.// -پاکستان کې نن بیا هم د لادرکه کسانو په حق کې مظاهرې وشوې.// -اوس د طالبانو د واک لاندې افغانستان کې هم خلک په جبري توګه لادرکه کیږي.// -په سوات کې د وکیلانو د تنظیم له اړخه رابلل شوې لویه جرګه کې، قامي مشرانو ناامني، ګراني، او د سیاسي کارکنانو مقدمې او په کورونو یې چاپې وغندلې.// -او هند د چین لخوا د نوې چاپ شوې سرکاري نقشې پر سر سخت احتجاج ښودلی دی.//