لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نامتو لیکوال،شاعر اؤ ماهر تعلیم جهانزیب نیاز وفات شوی


هغه د باچان خان خوریی اؤ د اسفندیار ولي خان ماما ؤ
هغه د باچان خان خوریی اؤ د اسفندیار ولي خان ماما ؤ

د پښتو ژبې ستر لیکوال، شاعر، ادیب اؤ ماهر تعلیم پروفیسر جهانزیب نیاز د جمعې په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له امله د 88ؤ کالو په عمر کې وفات شوی اؤ ټاکل شوې هم نن ماښام اؤوه بجې د چارسدې د رځړو په پخپله پلرنۍ مقبره کې خاورو ته سپارل کیږي .

ارواښاد پروفیسر جهانزیب نیاز د خدایي خدمتګار تحریک د باني عبدالغفار خان ( باچا خان) د خور زوئ یعنې خوریی اؤ د عوامي نیشنل پارټۍ د موجوده مشر اسفندیار ولي خان سکه ماما ؤ.

هغه د پښتو د ګڼو علمي ، ادبي، تحقیقي اؤ تاریخي کتابونو مصنف، مولف اؤ محقیق ؤ.

پروفیسر جهانزیب نیاز په په 2م جون کال 1927ء کې د چارسدې د رځړو په سیمه کې د برهان خان په کور کې سترګې پرانستې وې اؤ ابتدایي زده کړې یې هم د خپل کلي د یو مکتب څخه کړې وې .

وروستو هغه د جغرافیې د یو استاد په توګه په پیښور پوهنتون کې په زرګونو شاګردان روزلي وؤ.

هغه په خانداني توګه یو خان ؤ خو پخپله یوه مرکه کې یې وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته وئیلي وؤ چې د ملنګۍ اؤ غریبۍ ژوند یې ډیر خوښیږي همدغه وجه ده چې د خانانو اؤ افسرانو پځایې د خپلې ژبې غریبو لیکوالو،شاعرانو، ادیبانو په پښتو مئینو خلکو سره محفلونو راجوړولو ته اولیت ورکوي.

پروفیسر جهانزیب نیاز په بنیادي ډول د تعلیم د میدان سره تړلی ؤ اؤ دپيښور پوهنتون د پښتو ډیپارټمنټ د چئیرمین په شمول یې په ګڼو مهمو عهدو خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې وې .

ارواښاد د باچا خان په خدایي خدمتګار تحریک کې هم فعاله برخه لرله اؤ د قیوم خان د حکومت په دور کې څوڅو ځل جیلونو ته اچول شوی ؤ.

د ګڼو نورو کتابونو ترڅنګ یې د ګبین اؤ زما دنیا په نوم د شاعرۍ دوه مجموعې، زما د ژوند قیصه په نوم د سیاسي ، تعلیمي اؤ ادبي ژوند احوال په کتابي بڼه ، غني غني دی د مقالو مجموعه چاپ دي اؤ ددې ترڅنګ یې د دستار په نامه یوه پښتو مجله هم چلوله چې هغه یې پخپله چیف ایډیټر ؤ.

نوموړي د ستر پښتون قام پرست مشر خان عبدالولي خان هاغه خطونه هم په کتابي بڼه چاپ کړي وؤ چې د خپل بند په دوران کې ورته ولي خان د مختلفو زندانونو څخه رالیږلي ؤ.

ددې ترڅنګ ستر فلسفي شاعر غني خان هم په خپل یو نظم کې د پروفیسر جهانزیب نیاز سره د مینې څرګندونه کړې وه.

نوموړی د تیرې ډیرې مودې راهسې د ناروغۍ له امله په کټ پروت ؤ اؤ د جمعې په ورځ یې ساه ورکړه.

د پښتو بیلابیلو ادبي تنظیمونو اؤ لیکوالو شاعرانو د پروفیسر جهانزیب نیاز مړینه د پښتو شعر و ادب میدان د پاره یوه لویه ضائعه ګرځولې ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG