لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېف ـ ۱۶الوتکو دپاره دې پاکستان خپله پيسې ورکړي، امريکا


امريکې د اېف ـ ۱۶ جنګي الوتکو اخستو په لړ کې پاکستان ته وئيلي په خپله دې د دې دپاره پيسې ورکړي .
امريکې د اېف ـ ۱۶ جنګي الوتکو اخستو په لړ کې پاکستان ته وئيلي په خپله دې د دې دپاره پيسې ورکړي .

امريکې د اېف ـ ۱۶ جنګي الوتکو اخستو په لړ کې پاکستان ته وئيلي په خپله دې د دې دپاره پيسې ورکړي .

امريکې د اېف ـ ۱۶ جنګي الوتکو اخستو په لړ کې پاکستان ته وئيلي په خپله دې د دې دپاره پيسې ورکړي .

امريکا په پاکستان د ۷۰ کروړه ډالرو اته اېف ـ۱۶ جنګي الوتکې خرڅولې . په دې رقم کې به پاکستان ۲۷ کروړه ډالره ورکول او پاتې ۴۳ کروړه ډالره به د امريکې حکومت د امدادي فنډ په مد کې ادا کول .

د امريکې سينيټ د مارچ په مياشت کې پاکستان باندې د الوتکو خرڅولو منظوري ورکړې وه خو وروستو د کانګرس ځينې غړو په دې خپل تحفظات وړاندې کړي او د پاکستان د امداد ودرولو يې وئيلي وو .

د ګل په ورځ واشنګټن کې د محکمه خارجه وياند جان کربي خبري غونډې ته په وينا کې وويل" د کانګرس د ځينو غړو د اعتراضونو نه پس، مونږ پاکستان ته وئيلي چې د دې مقصد دپاره دې خپل قومي وسائل په کار راولي" .

ولې نوموړي وئيلي په اصولې توګه محکمه خارجه په بهرني امداد ورکولو باندې د شرطونو لګولو مخالفت کوي . هغه وويل " مونږ ګڼو چې په دې ډول شرطونو د صدر او خارجه وزير لخوا هغه پاليسي محدود کوي کومه چې د امريکا په ګټه ده" .

د کانګرس ځينې غړي په دې خيال دي چې پاکستان د ترهګرو په ضد هغه ډول عمليات نه کوي څنګه چې ورته کول پکار دي . او له دې امله هغوې په پاکستان د اېف ـ۱۶ الوتکو په خرڅولو د تحفظاتو څرګندونه کوي .

د پاکستان د خارجه وزارت وياند نفيس ذکريا دغه بيان ته په غبرګون کې وئيلي دي ، پاکستان باندې د اېف ـ۱۶ الوتکو خرڅولو په لړ کې د امريکې سره خبرې روانې دي .

اوباما انتظاميه وايي پاکستان ته د جنګي الوتکو ورکولو سره به د دغه هېواد د ترهګرۍ په ضد مبارزه پياوړي شي کومه چې په خپله د امريکې د قامي امنيت په ګټه ده .

پاکستان وايي اېف ـ۱۶ الوتکې په ملک کې دننه د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ګټوري ثابتيږي او د دې د لارې په غرييزو علاقو کې د ترهګرو ځالې په اسانۍ سره په هدف کولی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG