لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کرکټ لوبډله سبا په زمبابوې کې له متحده عرب اماراتو سره لوبېږي


د کرکټ نړیوال کپ په غوراوي سیالیو کې افغانستان سبا ته د زمبابوې په هرارې میدان کې په یوه مهمه لوبه کې له متحده عرب اماراتو سره مقابله کوي.

په زمبابوې کې د غوراوي په روانو سپرسکس سیالیو کې افغانستان دا وخت له متحده عرب اماراتو څخه مخکې دی او په عمومي توګه پر پینځم نمبر دی.

د نړیوال کپ په غوراوي سیالیو کې د وړاندې تګ لپاره د افغانستان او متحده عربي اماراتو دا سیالي د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده.

افغانستان له متحده عربي اماراتو سره په ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵م کلونو کې هم پینځه لوبې کړې وې، چې په هغوی کې یې درې بایللې او دوې ګټلې وې.

د افغانستان راتلونکې بله لوبه به د مارچ په ۲۳مه نېټه د ایرلېنډ خلاف وي.

افغانستان د نړیوال کپ د غوراوي په سپرسکس سیالیو کې تېره اوونۍ ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه او د کرکټ څېړونکي وایي افغانستان کېدای شي متحده عرب اماراتو ته په اسانه ماتې ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG