لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: له افغانستان څخه د ځواکونو په وتلو کې بیړه نه لرو


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ په فرانسه کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي سېون) په غونډه کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې بیړه نه لري.

"کوم مهال وېش نشته. هر څه چې وي خو بیړه نه کوو. مونږ هلته یو او په رېښتیا هم تر هر څه زیات یو سوله ساتی ځواک یو. مونږ دغه جګړه په ډېر کم وخت کې ګټلی شو خو زه نه غواړم چې لس میلیونه خلک ووژنم. سمه ده؟ مونږ له طالبانو، حکومت او نورو خلکو سره کار کوو او مونږ به ګورو چې څه پېښېږي؟"

ولسمشر ډانلډ ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی دا مهال د قطر په دوحې کې له طالبانو سره په نهم پړاو خبرو باندې بوخت دی.

له قطر څخه د امریکا غږ اشنا خبریال ایوب خاورین د ګل یا دوشنبې په ورځ چې د نهم پړاو مذاکراتو پنځمه ورځ ده له ډیوه راډیو سره په خبرو کې وویل چې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په میکانیزم باندې د دواړو خواو ترمنځ خبرې روانې دي.

"ددغو مذاکراتو د ختمېدو او پای ته رسېدو هره ګړۍ او هره لحظه امکان شته. په ډېرو کمو څېزونو باندې دوې خبرو ته ادامه ورکړې ده. ما پرون هم واورېدل چې مونږ ته یې وویل چېرته ځۍ مه، کېدای شئ کوم غټ خبر درکړو. نو دغه غټ خبر کېدای شي نن راشي، کېدای شي سبا راشي او کېدای شي دوه درې ورځې نور هم وځنډېږي."

خو دی زیاتوي، هغه خبره چې زلمی خلیلزاد پرې بیا بیا ټینګار کوي که توافق وشي نو هغه به د سولې په څلورو واړو مسلو وي او که په یوې مسلې هم موافقه ونشي نو په هېڅ مسلې هم موافقه نه بلل کېږي.

په دغو څلورو مسلو کې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبانو له لورې دا ضمانت ورکول چې د افغانستان خاوره به د نورو هیوادونو پر ضد نه کاروي، بین الافغاني مذاکرات او د تلپاتې اوربند پلي کېدل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG