لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مشهور دیني عالم مولانا عادل کراچۍ کې په ډزو وژل شوی، عمران خان وایي دا کار هند کړی


واشنګټن ــــ د پاکستان یو لوی دیني عالم او د کراچۍ د مشهورې مدرسې جامعه فاروقیه مشر ډاکټر عادل خان په کراچۍ ښار کې له خپل ډرېور سره یو ځای د وسلوالو په هدفي برید کې په ډزو وژل شوي‌ دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر باجوه د مولانا عادل د قتل غندنه کړې.‌ وزيراعظم عمران خان د دغې پېښې تور په هندوستان لګولی او وایي هندوستان په پاکستان کې د شيعه سني نښتو دپاره داسې عالمان وژني.

هندوستان لا د وزيراعظم عمران خان دغو تورونو ته غبرګون نه دی ويلی، خو اکثر دواړه ګاونډي هېوادونه په خپلو ملکونو کې د ترهګرۍ تور په يو بل پورې کوي.

د پولیسو په وینا مولانا عادل د شنبې- خالي په ورځ په خپل ویګو موټر کې سپور وو او کله چې یې موټر په شاه فیصل کالونۍ کې یوه مارکیټ ته نیژدې و درېد، نو پر موټرسایکل له سپرو درو کسانو څخه دوو ورباندې ناببره د توپنچو ډزې وکړې او د پېښې له‌ ځایه وتښتېدل.

تر پېښې سمدستي وروسته مولانا عادل د کراچۍ ښار لیاقت نېشنل روغتون او ډرېور یې جناح روغتون ته وړل شوی چې دواړو د ژورو زخمونو له کبله ساه ورکړې ده.

پولیس وایي له مولانا عادل سره د هغه مرستیال عمر هم په موټر کې تللی وو، خو وایي هغه د پېښې په وخت له دوکان څخه خواږه (مټایي) را اخیستل او کوم زیان ورته نه دی رسېدلی.

د سیند وزیراعلی مراد علي شاه د مولانا عادل وژنه په کلکه غندلې او ویلي یې دي ځینې ورانکاري غواړي چې د کراچۍ حالات خراب کړي.

د پاکستان د پوځ د عامو اړيکو څانګې ای ایس پي آر هم پر ټوېټر ليکلي "د پوځ‌ مشر جنرل قمر باجوه د مولانا عادل وژنه يوه خونړۍ پېښه بللې او په امنيتي ادارو يې امر کړی زر تر زره دې د دغې بريد پلټنې وکړي".

مولانا عادل د پاکستان د مشهور دیني عالم مولانا سلیم الله خان زوی وو، چې په دارعلوم دیوبند کې یې زدکړې کړې وې او د کراچۍ په شاه فیصل کالونۍ کې یې د جامعه فاروقه بنیاد ایښی وو. نوموړي له سني دیوبندي مسلک سره تړاو درلود.

مولانا عادل په دیني مطالعاتو کې پي ایچ ډي کړې وه او څو کاله په ملایشیا کې هم د دیني علومو استاد پاته شوی وو، خو په 2017م کال کې د خپل پلار تر مرګ وروسته بیرته پاکستان ته ستون شوی وو.

د سیند د پولیسو مشر مشتاق احمد مهر د کورنګي د پولیسو له مشر څخه‌ د پېښې په اړه تفصیلي رپوټ غوښتی دی.

د دې برید ذمه واري تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې او نه هم د برید سبب معلوم شوی دی.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد ادارې مشر عمر شاهد حمید وایي په وروستیو کې چې په کراچۍ ځینې پېښې شوې دي د فرقه پالنې په اړه یې اندېښنې پیدا کړې دي او وایي دا نه ده معلومه چې پر مولانا عادل برید د فرقه ییز تاوتریخوالي پېښه ده که څنګه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG