لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا راپور رد کړی


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو، افغانستان د ترهګرو پر امن ځای بدل شوی، د طالبانو مشران د مخدره توکو قاچاق کوي، په واکمنۍ کې یې ټول قومونه شتون نه لري، دغه تورونه بې بنيادی بولي او ردوي یې
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو، افغانستان د ترهګرو پر امن ځای بدل شوی، د طالبانو مشران د مخدره توکو قاچاق کوي، په واکمنۍ کې یې ټول قومونه شتون نه لري، دغه تورونه بې بنيادی بولي او ردوي یې

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تجزياتي ملاتړ او بندېزونو د څار د کمېټۍ هغه راپور رد کړی، په کوم کې ويل شوي، طالبان د 90 د لسيزې پاليسو ته ستانه شوي، په مشرتابه کې یې اختلافات څرګند شوي، او القاعده په افغانستان کې بيا سر راپورته کوي او تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې بریدونه زياته کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو، افغانستان د ترهګرو پر امن ځای بدل شوی، د طالبانو مشران د مخدره توکو قاچاق کوي، په واکمنۍ کې یې ټول قومونه شتون نه لري، دغه تورونه بې بنيادی بولي او ردوي یې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندېزونو کمېټۍ په تازه راپور کې ویلي، طالبانو د امریکا سره په دوحه کې ترسره کړی تړون نه دی عملي کړی.

او داسې نخښې نښانې شته چې القاعده په افغانستان کې د بيا سر راپورته کولو په حال کې ده، تحريک طالبان پاکستان د طالبانو په ملاتړ په پاکستان کې بریدونه کوي، بهرنۍ ترهګرۍ ډلې د افغانستان د پولو نه بهر خطره جوړيږي او د داعش عمليات نور پېچلي کيږي، داعش په افغانستان کې د وړاندې په مقابله کې بريدونه سېوا کړي دي.

ذبیح الله مجاهد ويلي، طالبان خپلې ژمنې پوره کوي، د افغانستان خاوره د ګاونډيو، سيمې او نړۍ د هېوادونو ته هیڅ ګواښ نه ده او دوی چاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د نورو خلاف استعمال شي.

د ملګرو ملتونو نه وړاندې پاکستان هم داسې تورونه لګولي، د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي، خو طالبانو او د طالبانو نه وړاندې حکومتونو د پاکستان دغه تورونه په کلکه رد کړي او افغانستان او امریکې په پاکستان دغه ډول تورونه لګولي چې په خپله خاوره یې هغو ترهګرو ته پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان هم تل دغه تورونه رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په راپور کې ويل شوي، چې د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ کې طالبان بیرته د 90 د لسيزو پاليسۍ ته ستانه شوي، په مشرتابه کې اختلافات راښکاره شوي او په حکومت کې يې پښتانه زيات دي.

ذبيح الله ويلي، د طالبانو په مشرانو کې د اختلاف خبره افواه ده، او په حکومت کې یې د ټولو قومونو نه شتون بې بنياده تور دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG