لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بیل ګېټس او میلینډا تر 27 کلنې ملګرتیا وروسته سره بېل شول


واشنګټن ـــ د مایکرو سافټ کمپنۍ بنسټ‌ ایښودونکی بیل ګېټس او د هغه مېرمن او د خیرښېګړې په کارونو کې ملګرې میلینډا د ژوند 27 کلونه یو ځای تېر کړل او پرون له یو بله بېل شول.

دوی دواړو په یوه ګډ بیان کې لیکلي، چې د ژوند د ملګرو په توګه یې درې ځیرک اولادونه لوی کړي دي:

"موږ پر خپله ملګرتیا تر ډېر فکر او کار وروسته پرېکړه وکړه چې نور خپل ګډ ژوند پای ته ورسوو. موږ به د خپل فاونډېشن لپاره ګډ کار بیا هم کوو، خو باور نه کوو چې نور د ژوند د ملګرو په توګه یو ځای و اوسو".

په نړۍ کې دغه تر ټولو شتمه جوړۍ چې د دواړو سرمایه 130 اربه ډالره اټکل شوې ده، د خپل خیریه فاونډېشن له لارې یې په نړۍ کې په اربونو ډالره د خیرښېګړې په کارونو لګولې دي.

د ګل- دوشنبې په ورځ د طلاق په اعلان کې دواړو لیکلي، دوی به د بیل او میلینډا ګېټس فاونډېشن له لارې خپلو خیریه کارونو ته دوام ورکوي، چې د روغتیا، صنفي برابرۍ، تعلیم او نورو برخو لپاره کار کوي.

بیل او میلینډا ګېټس فاونډېشن د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ له افغانستان او پاکستان سره هم له ډېرو کلونو راهیسې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره مرستې کوي.

د یادونې وړ ده چې دوه کاله وړاندې په 2019م کال کې د ټیکنالوجۍ د مشهورې نړیوالې کمپنۍ امازان مشر جیف بیزوز او د هغه مېرمنې مېککینزي هم تر 25 کلنې ملګرتیا وروسته له یو بله طلاق اخیستی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG