هېلو وي او اې په ټي وي
پاکستان کې زیاته شوې ترهګري، د طالبانو او ترهګرۍ په ضد د پاکستان تګلاره کوربه: محمداکرام مېلمانه: محسن داوړ: د اېن ډي اېم مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی اسماعیل خان: د ډیوه څېړنکار ډاکټر عبدالشکور: د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ د نړیوالو اړیکو پروفېسر عدنان بټنی: د ډیوه خبریال پاکستان کې په وروستیو ورځو کې د ترهګرۍ په پېښو کې یو ځل بیا ډېر زیاتوالی راغلی. د تېر ګل/دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په سویلي سیمه بنو کې په پوځي چاوڼۍ باندې حمله کې، اته پاکستاني پوځیان وژل شوي وو او یو شمېر نور ژوبل شوي وو. پوځ په دغه حمله کې د لس وسله والو د وژلو دعوه کړې. د دغه برید زمه داري د شمالي وزیرستان حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې منلې ده. پاکستان کې قام پرست ګوندونه او ناقدین د ډېر وخت راهسې د ترهګرۍ او افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره نیوکې کوي. نن په پروګرام کې پاکستان کې زیاتو شوو ترهګر حملو، د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکو او د طالبانو په اړه د اسلام اباد په تګلارو د مېلمنو سره خبرې کوو.
ټوک
-
November 15, 2025د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي
-
November 15, 2025بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
-
November 14, 2025د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي
-
November 14, 2025لویه پښتونخوا په ټي وي
-
November 14, 2025هېلو وي او اې په ټي وي
-
November 14, 2025بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن