هېلو وي ای : پاکستان کې واړه کاروبارونو ته ورپېښ چېلنجونه، فېچ رېټنګز او د پاکستان اقتصاد
د پاکستان واړه او منځنۍ درجې کاروبارونه د ملک په اقتصاد کې ترټولو مهم کردار لوبوي. خو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کاروباریان د خپلو کاروبارونو شروع کولو او یا غځولو لپاره بېنکي نظام ته هاغه شان رساي نه لري څنګه چې د ملک په نورو برخو کې کاروباریانو ته ترلاسه دي. اخوا د نړیوالې درجه بندۍ اداره فېچ رېټنګز وايي د پاکستان اقتصاد ښه شوی خو د ملک اقتصادي ثبات لپاره د آي اېم اېف قرض او بنیادي اصلاحات مهم دي. پاکستان کې کاروبارونو ته ورپېښ چېلنجونو او مجموعي اقتصاد باندې به نن د مېلمنو سره خبرې کوو. کوربه: محمد اکرام مېلمانه: سجاد خان: د خېبر پښتونخوا د ماربل انډسټریز اېنډ ماېنز اېسوسي اېشن صدر ډاکټر بشیر احمد: د اسلامیه کالج یونیورسټۍ د اقتصادي علومو استاذ ډاکټر ذلاکت خان: د پېښور یونیورسټۍ اقتصادي علومو څانګې پخوانی مشر ریاض حسېن: د ډیوه خبریال د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
ټوک
-
May 08, 2025
هېلو وي او اې په ټي وي
-
May 08, 2025
هېلو وي او اې په ټي وي
-
May 07, 2025
هېلو وي او اې په ټي وي
-
May 07, 2025
هېلو وي او اې په ټي وي
-
May 06, 2025
هېلو وي او اې په ټي وي
-
May 05, 2025
هېلو وي او اې په ټي وي