په افغانستان او پاکستان کې د ټیلي ویژن د پروگرامونو وتلې کوربنې او هنرمندې نجیبه فیض ويلي دي د پاکستان او افغانستان ترمینځ وسني تاؤ تریخوالي ددې په ژوند هم اغیز کړی دی.
د نجېبې تر مخه دواړو خواؤ ته مینه وال لري او نه غواړي چې مینه وال یې هم د تاؤ تریخوالي په اساس د یو بل نه خفه وي. هغه وايي په سیمه کې امن او سوله لیدل غواړي.
نجيبه فیض د وي او ای ډیوه په پروگرام ډیوه ستوري کې وویل په افغانستان کې ورته خلق گواښونه هم کوي. خو وايي باوجود د گواښونو د ټي وي د لارې د خپل اولس خدمت کول غواړي. هغه وايي خپل ژوند یې خدمت ته وقف کړی دی.
نجېبې ډېره موده د پاکستان د پښتو او اردو ژبې په پروگرامونو کې کار کړی دی. هغه وايي یونیم کال وشو چې افغانستان ته تلې ده.
هغې وویل خطرې او ستونزې شته دی خو څوک خو به خطرو ته مخکښې ودرېږي که نه؟
نجېبه وايي بیا هم که خطرې شته دی خو په افغانستان کې یې کار ستایل کیږي هم او گڼ شمېر خلکو ورته مثبت غبرگون ورکړی دی.
نجیبه وايي یونیم کال وړاندې چې افغانستان ته لاړله نو یوازې وه خو اوس یې نورې نجیبې هم پیدا کړي څوک چې د هغې په ډول کارونه کوي.
د نجېبې تر مخه وس یې ژوند د پخوا په شان نه دی، هغه وايي چې د کوره ووځي نو گېر چاپیره څار ضرور کوي او په بازارونو کې ازاده نه شي گرځېدلې خو وايي د پښتنو مینې زړهوره کړې ده.
نجیبه وايي که څه هم د پاکستان پاسپورټ نه لري خو د خپل کار د لارې یې د پاکستان د خلقو زړونه گټلي دي.
نجیبه وايي افغانستان یې خپل وطن دی نو افغانان خو به یې خامخا نازوي.
نجیبه فیض وايي د تنکي عمر نه یې د پښتو ژبې په ډرامو کې کار پیل کړی وو او په ژوند کې یې د مشقت نه ډک یو اوږد سفر پروت دی.
نجیبه فیض دا خبرې د ډیوه د همکار وکیل خان سره کړي دي تاسو یې په لانديني لینک اوریدلی شئ.