د پوښتو ادب عظیم شاعر او بې مثله لیکوال خوشحال خان خټک د مرگ نن ٣٢٣ مه کال نمانځلی کیږي. د پوښتو ژبې ویونکې او ادب سره علاقه لرونکې د پوښتون د پاره به هم د خوشحال خان خټک نوم د پیژند گلو ضرورت نه لري.
پوهان وائي د دنیا په تاریخ کې کې به داسې کم شخصیات وي چې هغه په یو وخت د تورې او د قلم خاوندان وي او هم د خوشحال خان خټک په وجه د پوښتون قام شمله د قامونو په رورولۍ کې جگه ده چې هغه نه یواځې یو عظیم سالار وو بلکه ددې سره سره یو لوړ رتبه عالم، شاعر او طبیب وو.
خوشحال خان خټک د خپلې فلسفې په بهتر ډول پوښتنو ته د رسولو د پاره د زړه راخکونکو الفاظو د شاعرۍ اسر اختسې ده هغه دا کوشش ډیر کامیاب گڼلی کیږي.
د خوشحال خان خټک د ژوند د حالاتو په حقله مختلفو خلکو لیکونه کړې دي او د هغو د شعرونو نه هم معلومه ده چې دې په کوم دور کې پیدا شوی وو. تاریخ وائي چې خوشحال خان خټک د مغل بادشاه نورالدین جهانگیر په دور کې په کال ١٦١٣ کې د مۍ یا د جون په میاشت کې د پیښور نه ٣٥ میله نور خاته پلو د اکوړه خټک یا سرائې کلې کې ځگیدلی وو. د پلار نوم يی شهباز خان وو چې د خټک قبلې مشر او د مغل سلطنت منصبدار وو.
خوشحال خان خټک په خپله وائي چې د ٢٠ ؤ کالو په عمر کې يي شاعري شورو کړې وه. ددې د ٢٠ ؤ کالو په عمر کې د لیکلې یو غزل یو شعر دادی:
عقل سل د مصلحت بندونه جوړ کړه
چې د عشق سیلاب پې راشې واړه نور کړه
خوشحال خان خټک د یو وفادار ملازم په حیث د مغلو ښه په اخلاص خدمت کولو او یوسفزو سره د هغو د جنگونو په ډیرو مقصدونو کې یو مقصد دا هم وو چې ډ لي په تخت ناست بادشاه د ځان نه خوشحاله ووساتي. د شاهجهان تر دوره پورې خو دی ډیر په امن او قلرارۍ کې وو خو د اورنگزیب د دور شورو کیدو سره د خوشحال خان خټک د تکلیفونو او د قید او بند دور شورو کیږي.
د خوشحال خان د ژوند د تاریخ نه معلومیږي چې د اورنگزیب بادشاه سره د خوشحال خان خټک اختلافات د درباري سازشونو نتیجه وه. دی د کال ١٦٦۴ د جورۍ په میاشت کې پیښور ته د سرکاري صلا مشورې په بانه راووغوښتی شو او د ملاقات په بانه يي گرفتار کړو.
خوشحال خان خټک د قید او بند په دور کې ډیر نظمونه لیکلې دي. ددې دور یو څو شعرونه د بیلگې په توگه دا دي:
سړې اوبه د غر نشته په هند کې
ترې توبه که واړه ډک دی له نعیم!
همیشه به هند کې نه اوسې خوشحاله
عاقبت به عاصي اووزي له جحیم
پوښتنې جوني د زلفې باد ته نیسې
چې شمال يي بوې راؤړې په رتنبور کې
یوه بله قطعه کې خوشحال بابا وائي:
بس له بنده دادی عظم
د خوشحال د خاطر جزم
یانیولی مخ مکې ته
یا مغلو سره رزم
خوشحال خان خټک خپله شاعرۍ کې د ژوند په هر اړخ لیکل کړې دي. دا لیکل داسې دي چې د نن ورځې مفکران، دانشوران او ماهران يي سند ورکوي. د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې د حمد، نعت، مناقبت صوفیانه کلام، قامي او وطني شاعري او د رزمیه شاعري شامله ده.
د خوشحال خان حکمت نامه نن هم د جدیدي طبي څیړنې آئینه داره شاعري ده. دا عظیم پوښتون د فیبرورۍ په ٢٠ م تاریخ کال ١٦٨٩ کې د پناه گیرۍ په ژون کې په تیراه کې په حق وورسیدو. د هغه مزار د اکوړې سره نزدې د چشمۍ کلې په مقبره کې دی.