لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ ترجمان منلي چې ايي ایس ايي د وسله والو ډلو سره رابطې لري


د پوځ د مطبوعاتو د څانگي یا ايي ایس پي ار مشر میجر جنرنل اصف غفور باجوه
د پوځ د مطبوعاتو د څانگي یا ايي ایس پي ار مشر میجر جنرنل اصف غفور باجوه

د پاکستان د پوځ یو جرنیل دا خبره تسليم کړي ده چې پوځي استخباراتي اداره ايي ایس ايي په هیواد کې میشته وسله والو ډلو سره روابط لري.

د پوځ د مطبوعاتو د څانگي یا ايي ایس پي ار مشر میجر جنرنل اصف غفور باجوه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل وسله والو ډلو سره د یوې استخباراتي ادارې روابط د معمول خبره ده. خو هغه په دې زور واچولو چې ریاست د کومې ترهگر ډلې ملاتړ نه کوي.

"په روابطو او ملاتړ کی ډیر فرق دی. د یوې استخباراتي ادارې نوم خو واخلئ چې دداسې قسمه ډلو سره روابط نه لري،" جنرل غفور د راولپنډۍ په پوځي هیډکوارټر کې خبریالانو ته وویل.

جنرل باجوه په داسې حال دا خبرې کړي چې څو ورځې وړاندې د امریکې د دفاع وزیر جم مېټس او د امریکې د پوځي مشرانو د گډې کمیټۍ مشر جنرل جوزف ډینفرډ وسله والو خلاف په مناسب ډول د اقداماتو نه کولو په سر په پاکستان تنقید کړی دی.

د نهې په ورځ د امریکې د سنیټ د پوځي چارو کمیټۍ ته وینا کې جم مېټس وویل د افغانستان دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د نوي تگلارې د کامیابۍ په لړ کې به پاکستان سره د همکارۍ یو ورستی کوښښ کولی شي او که چرې دا کوښښونه ناکام شول نو بیا صدر بل هر ممکن گام پورته کولو ته تیار دی.

د امریکې د سنیټ په یوه بله اورونه کې جنرل ډینفرډ وویل "دا خبره ماته واضحه ده چې ایي ایس ايي د ترهگرو ډلو سره روابط لري."

د افغانستان او په مجموعي توگه د جنوبي ایشیا دپاره په خپله نوي تگلاره کې صدر ټرمپ په پاکستان په خصوصي توگه غږ کړی چې په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي او د مذاکراتو میزته دطالبانو په اماده کولو کې دې خپل کردار ادا کړي.

پاکستان په خپله خاوره د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي او د افغانستان لپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د نوي تگلارې مخالفت کوي وايي دا تگ لاره په افغانستان کې جگړې ته دوام ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG