د ميا افتخار د ځوي د فاتحې په مهال ځانمرگي بريد کې اووه کسان وژل شوي

دغه بريد په داسې حال کې ترهگرو ترسره کړى دى چې نن داطلاعاتو د وزير کور ته لوړپوړي حکومتي اؤ سياسي مشران د فاتحې دپاره راتلل اؤ په دغه مهال دبلوچستان وزيراعلي اسلم رئيساني هم دفاتحې ځايې کې موجود ؤ.

د پاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت داطلاعاتو د وزير ميا افتخارحسين د زوئ د وژل کيدو وروسته دگل په ورځ يوځل بيا دميا افتخار دکورمخې ته ځانمرگي بريدترسره شوى چې پکې د دريو پوليسو په گډون اووه کسان وژل شوي اؤ 23 نور ژوبل شوي دي.

پوليسو په گډون اووه کسان وژل شوي اؤ 23 نور ژوبل شوي دي.
پخپله ميا افتخارحسين د ددغه بريد څخه ژوندۍ وتلى دى خو دهغۀ دوه خپلوان عالمزيب اؤ عزير پکې سخت ژوبل شوي دي.
په پيښه کې ژوبل شوي کسان دتداوۍ دپاره د ببو اؤ پيښور روغتونونو ته رسول شوي اؤ پوليسو په سيمه کې د دوو نورو ځان وژونکو د موجوديت په اطلاع د لټونې عمليات پيل کړي دي.
دپيښې دجذئياتو بيانولو په مهال د پيښور دپوليسو مشريا سي سي پي او لياقت علي خان ډيوه راډيو ته وويل دگل په ورځ گڼ شمير خلک دپيښور سره پيوست دنوښارضلعې په ببو سيمه کې دميا افتخارحسين د وژل شوي ځوي فاتحې دپاره دهغه په کورخان شيرگړهۍ اؤنزدې يو کالج کې راټول شوي وؤ.
دپوليسو مشروويل ځانمرگي تن غوښتل چې دفاتحې دپاره د راټولو شوؤ خلکو مينځ ته ورشي اؤ ځان پسې تړلو باردو ته انفجار ورکړي خو په چيک پوسته چې کله هغه پوليسو را ايسارکړو نو ځان يې والوځولو.
لياقت علي خان وويل په دغه ځانمرگي بريد کې دپوليسو يو تاڼيدار اؤ دوه سپاهيان هم مړۀ شوي دي.
دصوبه سرحد مشر وزيربشير احمد بلور ډيوه راډيو سره خبرو کې وويل ميا افتخارحسين ته پخپله په دغه ځانمرگي بريد کې هيڅ ځاني زيان نۀ دى اوښتى.
هغه وويل دغه بريد په داسې حال کې ترهگرو ترسره کړى دى چې نن داطلاعاتو د وزير کور ته لوړپوړي حکومتي اؤ سياسي مشران د فاتحې دپاره راتلل اؤ په دغه مهال دبلوچستان وزيراعلي اسلم رئيساني هم دفاتحې ځايې کې موجود ؤ.
ښاغلي بلور زياته کړه ترهگر نۀ شي کولى چې زمونږ ياهم زمونږ د اولادونو په وژنه په خلکو خپله خوښه مسلط کړي.
بشير بلور وويل مونږ دامهال په دريم نړيوال جنگ بوخت يو اؤ دجنگ په اوله کرښه پراتۀ يو ځکه نو ټول قام اؤ نړۍ ته به زمونږ مټې پياوړې کول اؤ دترهگرۍ په ضد روانه جگړه گټل وي
بايد وويل چې د خالي په ورځ دببوسيمې په خان شيرگړهۍ کې دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو د وزير ميا افتخارحسين.يک يو ځوان زلمى ميا راشد حسين هغه مهال نامعلومو وسله والو په ډزو سره وژلى ؤ چې هغه دخپل کور سره نزدې پياده مزل کولو.
په دغو ډزو کې دميا افتخار حسين ورارۀ ميا امجد هم سخت ژوبل شوى ؤ چې تردې مهاله په اسپتال کې بستر دى.
تيره ورځ د پاکستان د طالبانو غورځنگ يو وياند احسان الله احسان د ميا راشد حسېن د وژنې پړه منلې وه او مطبوعاتو ته يې د نامعلوم ځاې نه په ټېلي فون ويلي وؤ د ميا افتخار حسين ځوې دوي وژلې دی.
ميا افتخار حسين دا مهال دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو دوزير ددندې ترڅنگ دصوبائي حکومت دوياند دنده هم په غاړه لري او څو مياشتې دمخه دپاکستاني طالبانو تحريک هغه ته گواښ کړى ؤ چې لکه دافغانستان دپخواني جمهوررئيس ډاکټر نجيب به يې مړى په سړک دپاسه ځوړندولى شي.