لاقانونه ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبېک پاکستان د مرکزي حکومت سره د خبرو دشنډېدو د ادعا په ترڅ کې د شورو په ورځ يو ځل بيا د پایه تخت اسلام اباد په لورى لاريون پېل کړی.
پاکستان او چين نړیوالې ټولنې ته د افغان ولس سره په سملاسي ډول د بشري او اقتصادي امداد ورکولو اپيل کړی. څيړونکي وایي پاکستان د طالبانو د واکمنۍ وکالت کوي او ھلته خپل اھداف لري.
د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف ویلي چې روس، چين او پاکستان افغانستان ته دمالي مرستو ورکولو تابیا لري خو وايي د طالبانو حکومت په رسميت پېژندو ته لا تیار نه دي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په پاکستان کې د امريکا د استازې انجېلا اېګلر سره په ليدنه کې ويلي پاکستان د امریکا سره تل پاتې اړيکې لرل غواړي.
مطبوعاتي رپورټونه وايي چې چين د جولایي په میاشت کې دپاکستان دننه په ترهګریز بريد کې د وژل شويو نهو چينايي وګړو لپاره دپاکستان نه 38 ميلیونه ډالرو معاوضه غوښتې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشيد ویلي چې د هېواد د استخباراتي ادارې ایي ایس ايي د مشر د ټاکنې معامله به په يوه هفته کې هواره شي.
د پاکستان حکومت د ټولنيز رسنیو د څارنې لپاره نوې ضابطې جاري کړي او ددې لاندې د ټولنيزو رسنیو ادارو ته په پاکستان کې زر تر زره د دفترونو پرانستلو امر شوی دی.
پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو د تحفظ لپاره جوړې کړی شوې پارلیماني کمېټۍ په خپله يوه غېر معمولي فېصله کې په جبري توګه د مذهب بدلولو د مخنیوي په اړه قانوني مسوده خارج کړې ده.
پاکستان کې غیر دولتي ادارې سنټر فار ريسرچ اینډ سيکورټي سټډيز پخپل تازه رپوټ کې ویلي چې د سږني کال په دريوؤ مياشتو جولایي او ستمبر کې د هېواد دننه يو ځل بيا د تشدد کچه لوړه شوې ده او په دې موده کې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې 237 کسان وژل شوي دي.
پاکستان کې داستخباراتي ادارې دنوي مشر دګمارنې اعلامیه تر اوسه حکومت په رسمي توګه نه ده خپره کړې چې دسياسي چارو څېړونکي اؤ خبریالان دا دعمران خان او د پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه ترمنځ د اختلافاتو په معنا بولي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې يونيسف وېلي هغه په پاکستان کې د پوليو د ناروغۍ د ختمیدو امکان ويني ځکه چې سږ کال دغلته يوه پېښه رپورټ شوې ده.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د هیواد په سفر راغلې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې وينډي شرمين سره لېدنه کې ويلي چې پاکستان په افغانستان کې د جامع او ټول شموله حکومت ملاتړ کوي.
د پاکستان مرکزي بینک د ډالر او غېر ملکي کرنسۍ دغېرقانوني بهير د مخنیوي د ګامونو په ترڅ کې افغانستان ته د تلونکي هر تن لپاره د 1000 امریکايي ډالرو د وړلو شرط اېښودلی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو مرستیاله وزيره وېنډي شرمېن د افغانستان په معامله د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړيکو کې د سېوا کېدونکې واټن د ختمولو لپاره د خبرو په غرص سبا د اکتوبر په اوومه د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسیږي.
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل نوي رپورټ کې ويلي چې د سږني کال په لومړو شپږ مياشتو کې د ماشومانو پرضد د جنسي تيريو 1896 پېښې رپورټ شوي دي.
د امریکا د ريپبلکن ګوند 22ؤ سنېټرانو سنېټ ته يوه قانوني مسوده وړاندې کړې چې په کې د کابل د سقوط نه مخکې او وروسته او په پنجشير د طالبانو په برید کې د پاکستان د مبينه کردار دجاج اخستو او په پاکستان دبندیزنو لګولو غوښتنه شوې ده.
دپاکستان د سینیټ د منصوبه بندۍ او پرمختيا د چارو کمېټۍ ته ویل شوي چې دا وخت په هېواد کې 24 فيصدي تعلیم يافته ځوانان بې روزګاره دي.
په پاکستان کې څېړونکو د وزير اعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته له وینا مخکې د هېواد د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي مرکزي دفتر ته ورتګ او هلته د افغانستان په اړه د پوځي چارواکو دريځ ته غوږ نيول سخت غندلي.
په پاکستان کې دصحافيانو دکار دتوان زياتولو لپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې سېنټر فار اېکسيلينس ان جرملزم لخوا جارى شوي يو رپورټ کې ویل شوي چې په کراچۍ ښار کې دهر دریم صحافي دخپل کار نه زړه تور شوی او دخپل کار له کبله د غصې او جذباتي فشار ښکار دی.
د انټرنيت د ازادۍ لپاره کار کوونکې امریکايي ادارې فريډم هاوس ویلي پاکستان په هغو هیوادونو کې يو دی چرته چې خلک د انټرنيت په برخه کې ازادي نه لري.
نور کتل