دپاکستان دپوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي دطالبانو په دې وینا دشک هیڅ وجه نشته چې وایي دافغانستان خاوره به دبل چا په ضد کارول کیدو ته نه پریږدي خو څېړونکي په دې نظر دي چې دطالبانو دخبرو نه زیات به دهغوئ عمل ته کتل پکار وي.
پاکستان کې په جبري توګه د بې درکه شوؤ کسانو د قضيو د هواري کمیشن ویلي چې د کال 2021 په لمړو اتوؤ میاشتو کې نور 1201 کسان په جبر لادرکه کړی شوي دي.
د پاکستان صدر عارف علوي وايي دپاکستاني طالبانو ډله اوس هم د هېواد امنيت ته يو ګواښ دی خو وايي که چرې ددغې ډلې مربوط هغه کسان چې مجرمانه هلوځلو کې ککړ نه وي وسله وغوځوي او د هېواد دستور ومنى نو حکومت هغوى ته په عامه بخښنه غور کولی شي.
پاکستان او قطر په نړيواله ټولنه غږ کړی چې داسې ګامونه باید پورته نه کړي چې د افغانستان د اقتصاد د کښېناستو لامل وګرځي،دواړو هیوادونو له نړیوالې ورورولۍ غوښتي چې د افغانستان ګنګل کړی شوې شتمنې دې بحال کړي.
د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو دغېرقانوني لېږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف ویلي که څه هم پاکستان د ادارې په ځینو سپارښتنو عمل کړی خو لا به هم د څارنې په نوملړ کې شامل وي.
په امریکا کې مخې ته د راغلو پټو سرکاري دستاوزاتو یا کاغذونو ترمخه د چين په لاسونو کې د پاکستان ورتلل او په طالبانو باندې د واشنګټن نفوذ یا اثر ختمېدل هغه اندېښنې دي چې له کبله یې امریکا د پاکستان نه د ځان نور لرې ویستلو څخه ډډه کوي.
پاکستان ویلي که طالبان په نړيواله کچه قبوليت او دافغان ولس باور باور ترلاسه کول غواړي نو ټول شموله حکومت به ورله جوړول مهم وي.
نړیوال مطبوعات وايي پاکستان پلان جوړ کړی چې د هېواد د امنیتي او استخباراتي ادارو چارواکي او په ممکنه ډول د خفيه ادارې ايي ایس ايي مشر د کابل سفر وکړي او د افغانستان د پوځ په بېا رامنظم کولو کې د طالبانو مرسته وکړي.
څېړونکي وایي په کابل د طالبانو له قبضې وروسته د پاکستان پرضد هم د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان حملې سېوا شوي او هره دویمه درېمه ورځ وروسته طالبان په پخوانيو قبایلي سیمو کې د پاکستان په پوځ بريدونه کوي.
څيړونکي وايي د کابل نه اسلام اباد ته د امریکايي پوځيانو په ګډون د نورو بهر ملکيانو راتګ به د امریکې او پاکستان په اړيکو کې کوم ډېر بدلون را نه ولي.
څېړونکي وايي دپاکستان د امریکا او غربي هېوادونو سره د ښو اړیکو دارومدار د افغانستان په راتلونکي دی او دوئ نه ګڼي چې اوس نړۍ د پاکستان د مشرانو په تشو بېانونو باور وکړي.
پاکستان کې د کرونا وایرس له کبله نور 85 کسان مړه شوي دي او د کرونا د څار دولتي اداره وایي چې 4553 نورو کسانو ته هم دا وایرس ورپورې شوي دي.
پاکستان کې د کسټمز یا ګمرک دچارواکو تازه شمېرې ښايي چې په کابل د طالبانو له قبضې وروسته د پاکستان او افغانستان ترمينځ دوه اړخیزه تجارت ناساپي سېوا شوی دی.
پاکستان کې د صحافيانو او مديرانو د تنظيمونو د مخالفت وروسته د هېواد حکومت مخالفه سياسي ګوندونو هم دحکومت لخوا د مېډيا د انتظام لپاره د وړاندیز کړل شوي قانون مخالفت کړی او دا یې په اظهار او دمېډيا په ازادۍ ترهګر برید ګرځولی دی.
پاکستان د صحافيانو د حقونو تنظيمونه وايي حکومت د يوې مرکزي ادارې د لارې د هېواد مېډيا ټول په ټوله د رياست د قابو لاندې د راوستلو هڅې کوي او د حکومت دا مبینه ګامونه امرانه بولي
دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري وایي افغان او امریکايي اولسونو له د خپل قیادت نه پوښتنه پکار ده چې د اربونه ډالرو د لګښت وروسته ولې افغان عسکر د طالبانو په مقابل کې د پاڼو خورېږى.
دپاکستان دقامي سلامتيا مشير معيد يوسف ویلي چې که د امريکا صدر جوبایډن د پاکستان قيادت د پامه غورځوي نو بیا د اسلام اباد سره نورې لارې هم شته.
د پاکستان د قامي سلامتيا مشير معيد يوسف ویلي چې د دوه اړخیزه اړيکو د ښه کولو لپاره به د امریکا سره خبرې روانې وي خو د تېر وخت په پرتله به اوس دا مذاکرات د پاېلو ډک وي.
نور کتل