دملګرو ملتونو دبشري حقونو فعالینو دپاکستان څخه غوښتلي دي چې د مذهب د سپکاوي په تور د کال ۲۰۱۹ نه بندیوان سټیفن مسيح دې خوشې کړي ځکه چې هغه هغه په رواني یا ذهني ناروغۍ اخته دی.
د وزیراعظم عمران خان په مشری دپاکستان دقامي سلامتیا دکمېټې په شوې غونډه کښې په افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته په رامنځته شوؤ حالاتو خبرې شوې دي اؤ دغونډې برخه والو په دې اندیښنې ښودلې دي چې دافغانستان دحالاتو منفي اغیزې به په پاکستان هم وي.
د پاکستان په سیاسي چارو کې لاس نه وهلو د پوځ په بیان په تولنیز رسنیو ډیر تنقید شوی و اؤ ېو شمیر خلقو ويلي وو چې د پاکستان په شان هېواد کې چېرته چې پوځ څلور ځلا دستور مات کړی او د مارشل لا حکومتونه یې جوړ کړي څنګه دا خبره کېدلی شي چې پوځ په سیاست کې مداخلت نه کوي
د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډییر او د امنیتي چارو څېړونکی سید نذیر وايي "داعش خراسان د افغانستان پاکستان په سیمه کې اوس یو حقیقت دی او د ترهګرۍ ورستۍ پېښې په پاکستان کې د ډلې (داعش) شتون څرګندوي."
پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو وایي دافغان طالبانو اؤ پاکستاني طالبانو ترمینځ اړیکو باندې اندېښنې لري ځکه تندروه فکر لرونکو پاکستان ته ډیر زیات تاوان رسولی دی.
د پاکستان کابینې د افغانستان د نوي حکومت جوړېدو په اړه بحث کړی، او هندوستان ته یې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د لانجې نه دې ځان لېرې وساتي.
پاکستان کښې د صحافیافتي تنظیمونو نه وروسته سیاسي ګوندونو هم د موجوده پاکستان تحریک انصاف دحکومت لخوا په میډیا بندیزونو سېوا کولو د پاره دپاکستان میډیا ډیویلپمنټ اتهارټي جوړولو قانوني مسوده رد کړې ده.
د پنجاب رحیم یار خان سیمه کښې د هندوانو په یو مندر برید غندنه د پاکستان حکومت،ستر عدالت اؤ نړۍ کړې ده خو پاکستان کښې موجود دعلماؤ مرکزي تنظیمونه اؤ مذهبي سیاسي ګوندونه پرې غلې دي.
اسلام آباد نه دافغان سفیر دلور دتښتول کیدو دپېښې پلټنو دپاره دافغانستان نه راغلی څلور کسیزه تحقیقاتي پلاوی اوس هم په پاکستان کښې موجود دی اؤ دلته یې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو سره لېدنې کړې دي.
پاکستان کښې په زنانه ؤ دتشدد د زیاتیدونکو پیښو نه وروسته دپارلیمان ښځینه غړو دداسې مجرمانو دپاره په ښکاره دتیزندۍ کولو سزا غوښتنه کړې ده چې په ښځو جنسي تشدد کوي.
د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د چین په دوه ورځني سفر تللی وایې ددې سفر مقصد یې دچین چارواکو سره په دوه اړخیزه اړیکو دخبرو ترڅنګ دافغانستان په معامله یو بل په اعتماد کښې اخستل دي.
د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د پشتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي غړي محسن داوړ وويل د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ کورنۍ د هغه مرګ قتل بولي خو دا خبر په ځايي میډیا نه نشرکېږي، د عثمان کاکړ دجنازې مراسم په میډیا نه ښودل کیږي خو بلخوا یو سپی چې څوک وچیچي نو دا د پاکستاني میډیا د سر خبر جوړشي
شاه محمود قرېشي وویل افغانستان کې امن د هر چا شریک ذمه واري ده اؤ یوازي هلته د بدامنې ذمه وار پاکستان ګڼل به سمه نه وي ځکه چې افغانستان کې امن د پاره پاکستان سنجیده کوښښونه کړې دي
پاکستان کښې دکرونا وایرس دخوریدو له امله تړل شوې ټولې تعلیمي ادارې یو ځل بیا سبا دګل د ورځې نه پرانستل کیږي خو دسندهـ صوبايي حکومت وایې تراوسه یې د تعلیمي ادارو پرانستو فیصله نه ده کړې .
د رویټرز خبري ادارې سره د جمعې په ورځ مرکه کې عمران خان وویل "دا وخت په پاکستان کې ډیره ویره ده او زه تاسو ته یقین در کوم چې مونږ د خپل وس بهترین کوښښ کوو چې د امریکایانو د تګ نه مخکې هلته په یو شکل کې سیاسي مفاهمت وشي."
نور کتل