کابل ته له اسلام اباده د افغان پلاوي تر ور ستنېدو وروسته افغان ولسمشر ملت ته په خپله وینا کې ویلي، چې پاکستان ته یې د کابل په خونړیو بریدونو کې د لاس لرونکو وسلوالو په اړه شواهد وړاندې کړي دي، چې په پاکستان کې دي.
په افغانستان کې د امن او له وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې د پاکستان رول زیات مهم ګڼل کېږي، ځکه اسلام اباد هم اعلان کړی چې په فبرورۍ کې جوړېدونکې غونډې ته خپل پلاوی ولېږي
د افغانستان د استخباراتي ادارې (ملي امنیت) مشر معصوم ستانیکزی د ترهګرۍ د وروستیو بریدونو پړه پر پاکستان ور اچوي او وایي له کله راهیسې چې دغه هېواد تر نړیوالو فشارونو لاندې دی او ټینګار ورباندې کوي چې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي، نو غچ یې له افغان ولسه اخلي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې د ایمبولنس په وسیله د خالي، شنبې، د ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو وحشیانه او ډارن ترهګر برید بللی دی. د امنیت شورا غړو ویلي د ترهګرۍ هر ډول عمل که چې د هر چا په پارونه هر ځای، هر کله او د هر چا له خوا کېږي یو جرم دی او هیڅ جواز نه لري
ارواښاد اشېزی د خپلې مزاحمتي شاعرۍ په تور انګرېزانو د ۱۹۳۴م کال په ژمي کې د روژې په میاشت کې ونیو چې یوه میاشت په جېل کې بندي وو
د پنجاب اعلی عدالت د چارشنبې په ورځ فرمان خپور کړ او له حکومته یې وغوښتل، چې د حافظ سعید په ضد غیرقانوني ګام وانخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، پاکستان تل ټینګار کوي چې امریکه دي مهم استخباراتي مالومات ورسره شریک کړي چې پاکستاني ځواکونه خپله په خپله خاوره کې د ترهګرو په ضد عملیات وکړي
اېپل کمپنۍ پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي خبر کې ویلي اېپل لومړنۍ اداره ده چې له (ملاله فنډ) سره به د تعلیم په برخه کې هکاري کوي او له نجونو سره د تعلیم د برابرو اسانتیاوو په لړ کې به د ملالې ملاتړ کوي
په پنجاب پوهنتون کې د پښتونخوا او بلوچستان زده کوونکي اکثر شکایت کوي چې په دې پوهنتون کې د زده کوونکو یو مذهبي سازمان تل ورته ستونځې جوړوي او دوی ته اجازه نه ورکوي، چې په ازادۍ سره د زدکړو تر څنګ سیاسي فعالیت وکړي
د نقیب مسود پلار ملک محمد خان د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني سره مرکه کې ویلي زوی یې بېګناه وو په ظلم وژل شوی دی او د پاکستان له ستر عدالت (سپریم کورټ)، وزیراعظم او د پوځ له مشر څخه غوښتنه کوي، چې انصاف دې ورسره وشي. پلار یې وایي چې تر اوسه د کمېټۍ له کاره ډاډمن دی
په ۲۰۱۱م کال کې وسلوالو طالبانو پر دې هوټل ډله ییز برید کړی وو، چې د ۹ بریدګرو په شمول ۲۱ تنه پکې وژل شوي وو. له هغه وروسته د دې هوټل امنیت ډېر سخت شو او په لسګونو سرتېري یې پر امنیت ساتلو وګومارل شول
د ازادي رېډیو عمومي مشر ټامس کینټ وایي، مشال رېډیو یوه شخصي رسنۍ ده، چې د امریکې د کانګرس په مالي مرسته چلېږي او د هیڅ هېواد له استخباراتي ادارې سره تړاو نه لري.
د سیند د پولیسو مشر د دې پېښې د څېړنې لپاره یوه درې کسیزه ډله ټاکلې، چې د پولیسو اعلی افسران ایډیشنل آی جي ثناءالله عباسي، ډي آی جي سلطان خواجه او ډي آی جي ازادخان پکې شامل دي.
په عین حال کې د پاکستان او امریکې پر خرابو اړیکو برسېره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځایناستې مرستیاله پاکستان ته تللې او له پاکستاني چارواکو سره یې د امن او ارامۍ پر ګډو هڅو خبرې کړي دي
د پاکستاني عالمانو په اوسنۍ فتوا کې هم چې په أفغانستان کې د ترهګرۍ په اړه ذکر نه شته او نه هلته د وسلوالو فعالیت غیراسلامي ګڼل شوی، نو داسې ښکاري چې په پاکستان کې ډېری دیني عالمان لا هم په افغانستان کې د وسلوالو فعالیت جایز ګڼي
ولسمشر غني د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو، روزنې او د هغوی د ملاتړ په اړه د شواهدو اسناد هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ته وسپارل شول او له هغوی غوښتنه وشوه، چې په افغانستان کې د دایمي امن لپاره دې پر پاکستان فشار واچول شي
د پېښور اعلی عدالت د صوفي محمد د ضمانت درخواست تر منظورۍ وروسته د جنورۍ په ۸مه امر کړی وو، چې هغه دې خوشی شي. مولانا صوفي محمد په ۲۰۰۹م کال کې د حکومت په ضد د کرکې پاروونکې وینا او د پولیسو پر تاڼې د برید په تور نیول شوی وو
د تېرې جمعې په ورځ شاوخوا ۳۰۰ سعودي مېرمنې- چې د عبایه په نوم تورې چادرۍ یې اغوستې وې- په (جده) ښار کې د (شاه عبدالله) په نوم لوبغالي ته تللې وې او د (الهالي) او (الباطن) لوبډلو تر منځ د فوټبال لوبه یې وکتله
نور کتل