فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
عظما سواتي دسوات سیمې سره تعلق لرونکې دپښتو یوه نوې اؤ ښکلې پیغله سندرغاړې ده چې دسندرو فن ته د راوتلو یې یوازې شپږ اوه میاشتې شوي دي خو په دغه لنډه موده کې یې د ډیرو خلکو پام ځانته راګرځولی.
دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار ویلي د نقیب مسید په وژنه تورن دسندهـ پولیسو پخوانی افسر ورته یو بل لیک لیږلی اؤ د محکمې څخه یې غوښتنه کړې چې په بانکونو کې پرتې د هغه کنګل کړل شوې پیسې دې ازادې کړل شي.
دبلوچستان ایالت د ژوب اؤ قلعه سیف الله سیمو پولیسو د پښتون ژغورنې د غورځنګ دمشر منظور پشتین اؤ دهغه دتحریک دنورو غړو په ضد هیواد سره دغدارۍ مقدمې درج کړي دي.
چې خبره د وتلې سندرغاړې ګل پاڼې دمرکې شي اؤ بیا په سوشل میډیا دخلکو نه پوښتنې وغوښتل شي نو څه فکر کوئ چې څه رقم پوښتنې به خلک دګل پاڼې نه ولري؟
افغان چارواکي وایي دغه سرحدي لاره لا تراوسه نه ده خلاصه شوې ، خو دشمالي وزیرستان پولیټکل ایجنټ دعوه کوي چې لاره خلاصه ده خو افغان چارواکي پاکستان نه دسوداګرو روانو شوؤ ګاډو ته خپل هیواد ته دننوتلو اجازه نه ورکوي.
هغه دا مهال په دولسم ټولګي یا صنف کې زده کړې کوي خو ددې ترڅنګ یې د سندرو هنر ته هم اوږه وړکړې ده ولې ګیله کوي چې په پښتونخوا کې دنوؤ هنرمندانو دپاره د روزنې داسې هیڅ اکیډمۍ یا فني مرکزونه نشته چې هغه یا دهغې په څیر نورې نوې هنرمندانې پکې خپلې فني زده کړې وکړي.
دغوره او معیاري فلمونو جوړؤلو دپاره مشهوري افغان میرمنې رویا سادات پخپل فلم “اولسمشر ته لیک” د اسکار نړیواله جائزه ګټلې ده.
نن دموسیقۍ د ازادۍ نړیواله ورځ نمانځل کیږي خو دپښتو یوه ستره فولکلوري سندرغاړې زرڅانګه چې قابو نیمه پیړۍ ژوند یې دموسیقۍ خدمت ته بخښلی وایي “هیڅ نه ده خبر چې دا د څه ورځ ده اؤ څه پکې کیږي؟”
نن په دریم مارچ په نړۍ کې دموسیقۍ دازادۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په پښتنه ټولنه کې موسیقي دیو شمیر بندیزونو لاندې ده اؤ تر دې مهاله ګڼ شمیر پښتانه سندرغاړي د سندرو ویلو په جرم یا خو وژل شوي اؤ یاهم دهنر نه په لاس اخستلو مجبوره کړل شوي دي .
دا هاغه ولي داد استاد دی چې د خیال محمد، ګلناربیګم ،هدایت الله، کشورسلطان پشان لویې فنکاران یې ځلولي خو پخپله د ګمنامۍ په تیاروکې ورک پروت دی.
دهندي فلمونو دهنرمندې سري دیوي په مړینه په ټوله نړۍ کې د هغې مینه وال خفه دي خو دپښتو وتلې سندرغاړې شکیله ناز هم دهغې ناساپي مړینې ډیره دردولې اؤ وایي” دومره پرې خفه شوې یم چې له سترګو مې پسې اوښکې تللي دي”
دپښتو د وتلې سندرغاړې غزاله جاوید د ښائست اؤ ښکلي غږ چرچې خو د ډیرو خلکو په ژبه خورې دي خو د غزاله جاوید د دردمند ژوند د اصل کیسې نه به ډیر کم خلک خبر وي ، هغې زړه بائیللی ؤ خو په مینه کې ناکامه پاتې شوې وه.
دتیرو څه کم دوؤ میاشتو په مهال دخیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې درې نڅاګرې پیغلې چې پښتانه ورته په عامه ژبه کې “ډمې” وایي وژل شوي چې دغو وژنو د وړاندې څخه د ویرو اؤ ګواښونو سره مخ نڅاګرو پیغلو کې نوره ویره ترهه هم سیوا کړې ده.
دافغان حکومت ،طالبانو اؤ نورو وسله والو ډلو ترمینځ په جوړ جاړي کې سعودي عرب څخه د مرستې غوښتو په موخه دافغانستان د ملي امنیت مشاور ښاغلي حنیف اتمر سعودي عرب سعودي عرب ته په سفر تللی اؤ ټاکل شوې سعودي چارواکو سره به په یو لړ مهمو چارو له نزدې خبرې اترې وکړي.
په اسلام اباد کې د دنقیب مسید د وژنې په ضد دشوي ستر احتجاج نه وروسته په ګرد پاکستان کې دپښتنو وګړو د احتجاج لمنه ورځ تر ورځه پراخیږي اؤ د سوات نه وروسته د سه شنبې په ورځ باجوړ کې شوي لویې احتجاج ښودلې ده چې پښتانه نور ځان سره په کیدونکو ریاستي زیاتیو غلي نه پاتې کیږي.
د پښتو غزل د بابا اؤ ستر نابغه شاعر خدایې بخښلي امیرحمزه خان شینواري ۲۴م تلین نن داتوار(یکشنبنې) په ورځ دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې دهغه دعقدتمندو لخوا نمانځل کیږي.
ګل څانګه په خبرو کې ډیره مړنۍ نه ده اؤ دخبرو په وخت زیاته شرمیږي خو په سندرو کې د ځانګړو اندازونو خپلولؤ، یا نازونو مکیزونو کولو کې ښه زړورتیا لري.
دپاکستان په فلمونو اؤ ډرامو کې د پښتنو دترهګرو په توګه په ښودل کیدو دپاکستان پارلیمان کې سخت احتجاج شوی اؤ پارلیمان دیو قراداد له لارې غوښتنه کړې ده چې ترهګري باید په هیڅ مذهب، مسلک ، سیمه اؤ ژبه پسې ونه تړل شي.
پاکستان ویلي چې دنقیب الله مسید په وژنه کې د تورن پولیس افسر راؤ انوار دنیولو دپاره دپښتنو لاریون ته دافغانستان لخوا د بیلتون خوښي غورځنګ په سترګه کتل د غندني وړ عمل دی اؤ پاکستان به هیڅکله پخپلو کورنیو چارو کې بهرنۍ لاسوهنه ونه زغمي.
دسعودي عرب په خاوره د روزګار دپاره میشته پاکستانیانو سره د کفیلانو په رویه ،دهغوئ دنیونو په لړۍ اؤ هغوئ ته په پیښو کشالو دخیبرپښتونخوا صوبې اسمبلۍ کې سخت احتجاج شوی اؤ دمرکزي حکومت نه غوښتل شوي چې دخارجه وزارت دلارې دې دسعودي حکومت سره دغه مسله راپورته کړي.
نور کتل