فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
په پاکستان کې په ماشومانو دجنسي زیاتیو کچه داندیښنو تر بریده لوړه شوې ده اؤ قامي اسمبلۍ ته ویل شوي چې په تیرو پینځوؤ کالو کې په دغه هیواد کې په ۱۷زره اؤ ۸۶۲ؤ ماشومانو جنسي تیری شوی دی.
د رحمان بابا اؤ خوشحال خان خټک نه وروسته دپښتو تر ټولو د لویې شاعر عبدالحمید بابا مزار دپیښور په بډه بیره سیمه کې نامعلومو کسانو نړؤلی دی.
دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني اسلام اباد کې پیل دپښتون پرلت څخه دخپل پراخه ملاتړ اعلان کړی اؤ ویلي یې دي دتندلاریتوب په ضد پیل شوی پښتون پرلت یو ډیر مهم ګام دی اؤ دا دټولو اخلاقي مسولیت جوړیږي چې ددغه پرلت ملاتړ وکړي.
دخیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د حکومت پلوه طالبانو په ضد اولسي پاڅون شوی اؤ پاریدلو خلکو د طالبانو دفترونه سوزولي دي.
پولیس وایي ددپښتو دسي ډي ډرامو پیغله هنرمنده سنبل په مردان کې په یو وسله وال برید کې وژل شوې اؤ وژونکي دپيښې له ځایه تښتیدلي دي.
په پاکستان کې دپښتنو دنسل کشۍ د ودرؤلو غوښتنې زور نیولی اؤ دامهال پلازمینې اسلام اباد ته دقبائیلي سیمو اؤ خیبرپښتونخوا نه په زرګونو مظاهره چیان یوازې ددې غوښتنې په اساس ورټول شوي چې ریاست دې نور په بېګناه ډول د پښتنو د وژنې نه لاس واخلي.
دافغانستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس برمګ دعوه کړې ده چې پاکستان ورته دنومبر په میاشت کې دحقاني شبکې اؤ طالبانو دترهګرو په نوم کوم کسان سپارلي وؤ هغه ټول په پاکستان کې میشت عام کډوال وؤ چې دافغانستان حکومت په درناوي سره بیرته خوشې کړي دي.
دپاکستان په پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ پسې تړاؤ لرونکي دمردان ضلعې ناظم حمایت الله مایار دخپل ګوند فعالینو ته ګواښ کړی چې که هغوئ د ټنګ ټکور اؤ بې حیایۍ په محفلونو کې برخه واخسته نو د ګوند څخه به ویستل کیږي.
دپاکستان سینیټ کراچۍ کې دپولیسو په یوه نقلي مقابله کې د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید په وژنه د تورن پولیس افسر راؤ انوار په نه نیول کیدو داندیښنې څرګندونه کړې اؤ په تیرو پینځوؤ کالو کې یې دپولیسو دشوؤ ټولو مقابلو د پلټنو سپارښتنه کړې ده.
هغه په کابل کې خپل رسمي کارونه راټول کړي وؤ اؤ دتیرو څه دپاسه دوؤ میاشتو راهسې یوازې په دې خاطر کابل کې ایسار ؤ چې دپاکستان سفارت د پاکستان ویزه نه ورکوله.
په سوات اؤ ملاکنډ کې دتندلاریتوب بنیاد ایښودونکي دتحریک نفاذ شریعت محمدي ډلې مشر مولانا صوفي محمد ویلي ملا فضل الله چې اسلام ته څومره زیان رسولی دومره ورته غیر مسلمو نه دی رسولی ځکه دهغه سزا یوازې اؤ یوازې مرګ دی.
په کراچۍ کې دپولیس لخوا د وژل شوي پښتون نقیب محسود د وژنې په ضد په ګرد هیواد کې احتحاجي مظآهرې شوي اؤ د مدني ټولنې فعالین، طالبعلمان اؤ میرمنې پښتنو سره د کیدونکي زیاتي په ضد سړکونو ته راوتلي دي.
په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو دپاکستان په صدر ممنون حسین ریشخند وهل کومه نوې خبره نه ده خو اوس په هغه دکیدونکو طنزونو لړۍ داقتدار تر ماڼو رسیدلې اؤ دسه شبنې په ورځ د پبلک اوکاونټ کمیټۍ کې هم په هغه خوندور طنزونه شوي دي.
دنعمت سرحدي نوم به تاسو ټولو اوریدلی وي، په تیرو وختونو کې دپښتو فلمونو یو وتلی ستوری پاتې شوی اؤ خواوشا 600ؤ پښتو فلمونو کې یې کار کړی.
دپاکستان دحکومت دائتلافي ګوند جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي حکومت ورته باور ورکړی چې تر راتلونکو پینځوؤ کالو به د قبائیلي سیمو خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو نوم په خوله وانه خلي.
دسخت کړکیچ ، اختلافونو اؤ پرله پسې احتجاج نه وروسته اخر هم دجمعې په ورځ دپاکستان قامي اسمبلۍ قبائیلي سیمو ته دپاکستان دسترې اؤ دپيښور دایالتي محکمې د واک غځولو قانوني مسوده منظور کړې ده.
دپاکستان دپنجاب ایالت په قصور سیمه کې په یوه اته کلنه وړه ماشومه دجنسي تیري وروسته دغه ماشومې مړی په ډیران غورځول شوی.
په کال ۲۰۱۷م کې خو په سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو هسې ډیر موضوعات یا خبرې ګرمې پاتې شوې وې خو یوه موضوع چې ټول کال پرې خلکو بحثونه کول هغه د “ګل خان “وه
دملي امنیت په اړوند دپاکستان دپارلیماني کمیټې غونډه کې دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا په پاکستان لګول شوؤ تورونو باندې دبحث نه وروسته پریکړه شوې چې کمیټي به په دغه اړوند یوه بله غونډه غونډه وکړي.
دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل وایي پوځ په سپینو ټکو کې ویلي چې که دپاکستان په خاوره ډرون برید وشو نو کوټلی جواب به یې ورکولی شي.
نور کتل