پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکو ويلي، د افغانستان نه په وروستيو کلونو کې پاکستان ته د راغلو افغانانو دپاره د پاکستان د حکومت سره خبره کوي چې د دوی دپاره یوه تګلاره جوړه شي او پاکستان کې خوندي وساتل شي.
د اقلیتونو حقونو د پاره کار کونکې یوې غیردولتي ادارې سنټر فار سوشل جسټس له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د پاکستان دستور کښې د اقلیتونو حقونه یقیني کولو د پاره آرټیکل شل باندې دې مکمل عمل وکړي.
د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې يو شمېر کاميابو افغان زده کونکو ته د فراغت سندونه او جايزې ورکړل شوې نن د خالي/شنبې په ورځ د پاکستان د سرښار اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې کڼو افغانو محصلینو یا طالب علمانو ته سندونه او جايزې ورکړل شوې.
شهباز شريف: د احتجاجونو ورانکاري په درې ورځو کې د قانون منګول ته راوړل کېږي د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په لاهور کې د کور کمانڈر په کور حمله کونکي په 72 ساعتونو کې د نيولو حکم کړی او د ورانکارۍ د تحقيقاتو د پاره يې د مشترکه تحقيقاتي ټيم (جی ايي ټي) د جوړولو اعلان کړی.
د اسلام اباد امنیتي ډایلاګ په غونډه کې د سیمیزو او نړیوالو امنیتي مسلو ترڅنګ په ماحولیاتي بدلون، نړیوالو قوانینو او نورو مسلو خبرې شوي.
د مانکي پاکس ناروغۍ نښې نښانې څه دي؟ څنګه خپريږي؟ او له دې څخه د بچ کيدو تدابیر څه دي. په اسلام اباد کې له شفا انټرنېشنل روغتون څخه ډاکټر اعجاز احمد خان د ډیوې خبریال وقار احمد داسې معلومات ورکړي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، د تېرو پنځو کالو راهیسې په ۲۰۲۲ کال کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې شوي او د خیبر پښتونخوا صوبه پکې تر ټولو زیاته اغېزمنه شوې. د یاد کمېسیون په کلني راپور کې دا هم راغلي، چې تېر کال په دغه هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې هم رانې وې.
پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم [اېچ آر سي پي] په خپل کلیز رپورټ کې ويلي دي، تېر کال هم هیواد کې د بشري حقونو سرغړونې روانې وې او تیرو پينځو کالو کې په 2022م کال کې د ترهګرۍ تر ټولو سېوا پېښې رپورټ شوي دي او خېبر پښتونخوا صوبه د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاته اغېزمنه شوې ده.
په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته اسلام اباد ته کډه شوي افغانان هلته څه ډول خپل دریم اختر تېروي؟ د ډیوې خبریال وقار احمد پرې راپور راستولی.
د مشال خان د قتل د شپږم تلین په مناسبت په اسلام اباد کې د زده کونکو لخوا یو احتجاجي لاریون شوی لاریون کونکو ویل، چې مشال خان د تندروه فکر لرونکو لخوا وژل شوی وو او دا فکر په تولنه کې نور هم زیات شوی چې دوی به یې د مخنیوي لپاره کار کوي. نور تفصیل له اسلام آباد نه د وقار احمد په راپور کې
پښتنې هنر مندې فوزيه من الله د اسلام اباد په نيشنل کونسل اف ارټس کې اېښودلې خپلو فن پارو کې د پاکستاني ښځو د غم دړ او د هغه مرغو عسکونه او نقشونه راغونډ کړي دي چې د ختمېدو د خطر سره مخ دي. د دې عکسونو په شا څه قيصې او مقصدونه پټ دي؟ نور حال د وقار احمد په رپوټ کې.
د پاکستان د مذهبي چارو وزیر مفتي عبدالشکور وايي، د حج لپاره د درخواست اخېستلو چارې به د مارچ له ۱۶نېټې پیلېږي له پاکستان څخه سږ کال حج ته ۱۷۹۲۰۱ کسان تللی شي او په هر تن باندې ۱۱۷۵۰۰۰ روپۍ لګښت راځي. بشپړ حال و وقار احمد په راپور کې
په اوکراین د روس د یرغل د کال له پوره کېدو سره دې جګړې نه یواځې د پاکستان اقتصاد ته زیان رسولی بلکه هغه پاکستاني زده کونکي یې هم اغېزمن کړي چاچې د اوکراین په پوهنتونونو او کالجونو کې زده کړې کولې. پدغو زده کونکو کې د خېبرپښتونخوا صوبې د سوات منصور خان هم شامل دی چې لا هم په کور ناست دې.
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار منلې ده چې له آی اېم اېف سره د قرضې په سر تر اوسه کوم تړون ته نه دي رسیدلي اقتصاد پوهان وايي، له آی اېم اېف سره د خبرو په پای کې د لوظنامې نه کېدو سره د اقتصادي سقوط خطر لا نور زيات شوی دی.
د ښځو د حقونو فعالینو په پاکستان کې د ښځو پر خلاف د جنسي تیري او نور تارتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دوی ویلي، تر څو چې حکومت د ښځو د حقونو د خوندي کولو تر شا کلک و نه درېږي نو د تیري کونکو مخه به و نه نیول شي.
د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ترمنځ د 7 اربه ډالره قرض پروگرام د بحالۍ خبرې روانې دي او وزیر اعظم شهباز شريف ویلي چي پاکستان به د آي اېم اېف ټول شرطونه لازمي پوره کوي.
دويي وړاندیزونه کوي چې پاکستاني چارواکي دې ګاونډي ملکونو سره په تجارتي او سياسي برخو کې اړيکي ښه کړي ګني نړۍ کې به نور هم يوازې پاتي شي. نور تفصیل د اسلام باد نه د وقار احمد پدي رپوټ کې
نور کتل