څېړونکي: جمهوريت ښه نظام دی خو د پاکستان پوځ ښېرازۍ ته نه دی پريښی په ګرده نړۍ کې د سپټمبر پنځلسمه د جمهوریت د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. پاکستان هم یو جمهوري هیواد حسابيږي خو دلته له جمهوري حکومتونو نه زیات د پوځي امرانو د حکومتونو واک پاتې شوی.
پاکستان پيپلز ګوند هم په اييني موده کې دننه د نویو انتخابونو کولو غوښتنه وکړه د پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي له غوښتنې وروسته اوس پاکستان پیپلز ګوند هم په هېواد کې سملاسي د انتخاباتو کولو غوښتنه کړې ده او وايي باید د ټاکنو کمیشن دې زر تر زره نيټه اعلان کړي.
څیړونکي وایي دا د پوځ کار نه دی چې اقتصادي فیصلې وکړي او د دې به په راتلونکې کې کاروبار او ملکي معیشت ته تاوان هم رسي.
انور الحق کاکړ: ترهګر دومره توان نه لري چې د یو یونین کونسل په اندازه ځمکه ونیسي د پاکستان د موقت حکومت وزيراعظم انوار الحق کاکړ وايي ترهګر دومره توان نه لري چې د يو يونين کونسل هومره زمکه ونيسي او ډېر نه ډېر لکه په پښتونخوا کې د جاني خېل د ځانمرګي بريد په شان پېښې رامنځ ته کېدلی شي.
څېړنګار عبدالله خان وایي، دا خبره سمه ده چې په ظاهره ترهه ګرو سره په پاکستان کښې داسې کومه سیمه نشته چې ددوي د کنټرول لاندې وي خو دا هم بیا یو حقیقت دی چې خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کښې د ماښام نه وروسته بیا دا ترهه ګر په ښکاره ګرځي
د دستور ترمخه که حکومت پارلیمان ته د قانون څه مسوده وړاندې کول غواړي نو پکار ده چې په مجوزه قانون اول د پارلیمان په اړونده کمېټۍ کې بحث وشي خو دې حکومت ډیر بلونه د پارليماني کمیټو د صلا نه بغیر منظور کړي دي
څېړونکي: پاکستان د خپلو تېروتنو له لاسه د سيپيک منصوبې نه ګټې پورته نه کړې د چين نايب وزير اعظم د پاکستان په دوه ورځنۍ دوره کې له پاکستاني چارواکو سره په ګډه د سيپيک منصوبې لس کلن سفر ولمانځلو.
پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې ترهګري په سېوا کیدو ده او د تېر کال په مقابله کې د روان کال په لومړو اووه مياشتو کې 18 ځانمرګي بريدونه شوي، زياتره یې خېبرپښتونخوا کې شوي دي.
پاکستان کې د ډیجيټل یا انټرنېټي حقونو باوري کولو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې ډیجیټل رايټس فاونډیشن ويلي، په کال 2022م کې ورته 75 صحافیانو شکایاتونه کړي چې د انټرنېټ د لارې يا آن لاين ځورول شوي دي.
د بشري حقونو نړیوال تنظيم [اېمنسټي انټرنيشنل] او د جرنلسټانو د حقونو تنظيم [رپورټرز ود اوټ باډرز] پاکستان کې د نهمې مې د پېښو وروسته د ځينو جرنلسټانو ضد د غدارۍ په مقدمو درج کېدو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي د دغه ډول ګامونو مقصد د ازادو اوازونو غلي کول دي.
د خبریالانو د حقونو نړیوالو تنظیمونو ویلي، په پاکستان کې د مې د نهمې له پېښو وروسته د ځینو خبریالانو پرضد د غدارۍ د مقدمو درج کول د بیان د ازادۍ غلي کول دي. د بخښنې نړيوال تنظیم یا ایمنسټي انټرنشنل او د خبریالانو د حقونو تنظیم رپورټرز ود آوټ باډرز په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
په کراچۍ کې د بشري حقونو فعال او قانون پوه جبران ناصر بې درکه کړل شوی د بشري حقونو فعال او وکيل جبران ناصر تښتول شوی او کورنۍ يې وايي يو شمېر کسانو يې لاره نيولې وه او بيا يې په زور بې درکه کړی.
په پاکستان کې د مې په نهمه له شویو احتجاجونو وروسته د عمران خان د ګوند د یو شمېر کسانو نیول پیل شوي دا مهال یو شمېر کسانو د تحریک انصاف ګوند د پرېښودلو اعلان هم کړی چې د دې ګوند د راتلونکې په اړه یې یو شمېر پوښتنې راپورته کړي.
په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د حقونو تنظيمونو ،د بشري حقونو فعالانو او قانون پوهانو پرېکړه کړې ده چې هغوى به په زوره د لا درکه شوو کسانو قضيې سپريم کورټ او هايکورټس ته وړي او د دې ترڅنګ به د ګردو سياسي ګوندونو سره هم وويني او يو تحریک به چلوي.
د پاکستان د سترې محکمې ستر قاضي عمر عطا بندیان ویلي، د حکومت او د پاکستان د تحریک انصاف ترمنځ مذاکراتو کې هېڅ دلچسپي نه لري خو دې ته به کتل وي چې دواړه په یوه ورځ انتخاباتو ته تیار دي او که نه. د پاکستان تحریک انصاف له مذاکراتو وتلی خو حکومت وايي، چې دوی د مذاکراتو جاري ساتل غواړي.
پاکستان د هند د خارجه چارو د وزیر ایس جی شنکر دا بیان رد کړی چې پاکستان د ترهګرو تنظیمونو مرسته کوي. پاکستان وايي، دوی په خپله د ترهګرۍ ښکار دی او بله دا چې هند په پاکستان کې په ترهګرۍ کې لاس لري. تفصیل د اورنګزېب خان په راپور کې.
نور کتل